شنبه, ۰۹ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سختیو پر وړاندې د امت د انعطاف منلو حس سمول
بسم الله الرحمن الرحيم
د سختیو پر وړاندې د امت د انعطاف منلو حس سمول

خبر:

د روژې مبارکه میاشت راورسېده او په دې سره د اندونیزیا مرستیال ولسمشر معروف امین له خلکو وغوښتل څو په داسې شرایطو کې چې له کووېډ- ۱۹ وبا سره هم مخ دي، صبر او استقامت ولري. معروف وویل چې د اندونیزیا ټول خلک باید دا خبره په پام کې ولري چې چېرته لاړ نه شي او سره را غونډ نه شي. ده همداراز پر خلکو غږ وکړ چې په دغه میاشت کې له یو بل سره مرسته وکړي، په ځانګړي ډول له هغو سره چې کووېډ- ۱۹ سخت اغېزمن کړي.

تبصره:

روژه د مومنانو لپاره پسرلی دی او هغه مېلمه ته ورته ده چې په ډېر خوند یې هرکلی کوو او ورته په تمه یو. په حقیقت کې، دا روژه د پخوانیو روژو پشان نه ده؛ ځکه چې د کرونا ویروس سیوری پرې غوړېدلی، خو د مسلمانانو لپاره د دې روژې ذات هم هماغسې دی، دا چې تقوا یې پکې ډېره کړی. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

 [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ]

ژباړهاې مومنانو! پر تاسو روژه فرض کړای شوې لکه له تاسو د مخکې پیغمبرانو پر پیروانو چې فرض کړای شوې وې، د دې لپاره چې په تاسو کې د پرهېزګارۍ صفت پیدا شي.»

[بقره:۱۸۴]

معروف امین د یوه مسلمان حاکم په توګه خلک فزیکي استقامت ته راوبلل چې د اندونیزیا خلک په دغو سختو شرایطو کې د روژې پر مهال فزیکي استقامت ولري. په هر صورت، د یوه رهبر په غوښتنه کې باید د روحیې اړخ هم ولري، دا چې خلک په دغه مبارکه میاشت کې خپله تقوا زیاته کړي.

اسلام راته وایي چې په سختیو کې هم فزیکي قوت ولری او هم مو روحیه پیاوړې کړی. د مومنانو لپاره امتحانونه او ازمېیښتونه د اجرونو لاسته راوړلو فرصت وي. له فزیکي او مالي محدودیتونو سره روژه نیول ډېر سخت کار دی، خو دا د مومنانو لپاره د ایمان معلومولو یو امتحان دی.

له دې خبرې انکار نه کېږي، نن ورځ چې د امت ډال نشته د اسلامي امت انعطاف یوازې د اسلامي سیاسي مفکورو پر اساس رواني ځواک سره ساتل کېدای شي. د اسلام خالصې سیاسي مفکوره موږ ته د هغه لوی مقام په اړه وايي چې باید مسلمانان یې لاسته راوړي؛ هغه د شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ  (پر بشریت د شاهدانو) رول دی، هغه دا چې کفر وګواښي او خلکو ته یې افشا کړي او ورسره اسلام د ژوند د لارې په توګه وړاندې کړي.

د مسلمانانو په توګه موږ باید په یاد ولرو چې زموږ دنده یوازې دا نه ده چې په دغه وضعیت (د کووېډ- ۱۹ له کبله کرنتین) کې یوازې خپل حقونه وساتو او وژغورو. زموږ اصلي دنده دا ده چې خپلو شاوخوا خلکو ته د اسلام پیغام ورسوو، په ځانګړي ډول په دغه وخت کې چې کپیټلېسټ دولتونه هېڅ ځای پر دې نه دي توانېدلي چې د خپلو خلکو چې له دغې وبا او ناورین سره مخ دي- لوموړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د مالي ستونزو او فریکي محدودیتونو په دغه وخت کې زموږ دنده د خلکو د افکارو او روحیو تحرک دی. د ډاکټر حمدان فهمي په خبره، دا تحرک په دې معنی دی چې په اسلامي عقایدو او اصولو د امت د روحیې او فکارو کچه لوړه کړو چې له هر ډول ستونزو او سختیو سره د مخ کېدو پر وخت پياوړي وي؛ له ګواښ سره د مخ کېدو پر وخت زړور وي او له مرګه ونه وېرېږي؛ د دنیا سعادت ته یې له پام اوښتو پرته، لوږه او تودوخه وزغمي؛ په هر حال کې یې تمرکز د رب د رضایت پر لاسته راوړلو وي، له دغو ټولو خنډونو سره د مخ کېدو په وخت کې صبر وکړي او هیله ونه بایلي.

دا په دې معنی ده چې له فزیکي واټن سره سره، باید له خپلو بېوزلو خپلوانو، زیانمنو او اړمنو سره تړلي وو. په ټولنه کې باید د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د فعالیت مرکزیت وساتل شي؛ ځکه چې دا د ټولنې په جوړولو او د ټولنې په انعطاف کې رغنده رول لري؛ اوسنۍ سېکولر ټولنه د دې خبرې برعکس کار کوي. دا کار د ټولنو تر منځ د اسلامي اخوت د پیاوړي کېدو سبب کېږي او په نړیواله کچه اسلامي امت سره یو کوي.

د شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ  رول مخته بېول دا معنی لري چې مسلمانان د نړۍ د تمدن د یوه نوي څپرکي هرکلي ته تیار دي. په دغو کړکېچنو شرایطو کې هر دریځ او هره پرېکړه ډېر مهم دي. نو د نړۍ راتلونکي ته تیار شئ، چې یوازې د اسلام په لاسونو کې دی او یوازې په الله سبحانه و تعالی پورې اړه لري! الله سبحانه و تعالی فرمایي:

 [إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرا]

ژباړه:«الله د هر څه پوره کوونکی دی. یقیناً چې الله د هر شي لپاره یوه اندازه ټاکلې ده.»

[طلاق : ۳]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ډاکټر فېکا کومارا

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې